سیاست

دملي دفاع وزير : دافغانستان اردو زيات برياليتوبونه لري .

کابل- باختر د چنګاښ  دريمه :
دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي نن دفرانسې  د دفاع له وزير ژان ايف لودريان سره وکتل او خبرې وکړې .
دملي دفاع وزارت  دويندوى دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي دفاع وزير په دې کتنه کې په تيرو لسو کلونوکې دافغانستان په بيا جوړولو او په تيره بيا دافغان امنيتي ځواکونو دروزنې اوسمبالولو  په کار کې دفرانسې دهمکاريو له امله قدرداني وکړه . او ټينګار يې وکړ چې فرانسې تل په بيلابيلو  برخو کې دافغانستان له خلکو سره همکاري کړې ده .
دملي دفاع وزير دغه راز ټينګار وکړ چې دافغانستان  ملي اردو په تيرو لسو کلونوکې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او ددغو ځواکونو دظرفيت په لوړولو کې دافغانستان دحکومت او په تيره بيا دملي دفاع وزارت هلې ځلې دپخوا په شان دوام لري .  له بلې خوا هم دفرانسې  ددفاع وزير له ٢٠١٤ کال  وروسته له افغانستان سره دخپل هيواد په همکاريو باندې يوځل بيا ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې فرانسه چمتو ده چې افغان امنيتي ځواکونه په تيره بيا دافغانستان دملي اردو ځوان افسران په بيلابيلو دفاعي برخو کې وروزي
دفرانسې ددفاع وزير دغه راز ددواړو هيوادونو ترمنځ دګډ کميسيون دجوړولو غوښتنه وکړه چې دکابل او پاريس  ترمنځ دلاسليک شوي ستراتيژيکي تړون دتطبيق لپاره فرصت برابر کړي . دفرانسې دغه جګپوړي مقام وايي چې دافغانستان او فرانسې ترمنځ دستراتيژيکي تړون دتطبيق لپاره دکابل او پاريس ترمنځ دګډ کميسيون جوړول کولاي شي ددواړو هيوادونو ترمنځ همکاري له پخوا زياته پراخه کړي .
دفرانسې  ددفاع وزير دغه راز زياته کړه چې پنځه سوه تنه فرانسوي سرتيرې د ٢٠١٤ ميلادي کال تر پاى پورې دافغان امنيتي ځواکونو دروزنې او سمبالولو او دکابل دهوايي ډګر دامنيت دتامينولو لپاره په افغانستان کې پاتې کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته