امنیت

اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول

– کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
د هېواد په ځينو ولايتونوکې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د خلکو د سر او مال د ساتنې او د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هوايي او توپچې ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپيسا، ميدان وردګو، لوګر، خوست، غزني، قندهار، فارياب، فراه، هرات، بغلان، جوزجان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي و.
په دغو عملياتوکې درې موټرسايکلونه، له شپږ سوه ګوليو سره يې يوه داشکه، يو دوربين او اتلس ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته