خبرونهټولنه

د اوومې ناحیې واټونه او پلې لارې د کراچیو له شتون څخه پاکې شوې

کابل / د سلواغی / ۲۱ / باختر

د کابل ښاروالۍ موظفینو د ښاري نظم د تنظیم په موخه د کابل ښار د اوومې ناحیې له واټونه او پلې لارې د ګرځنده کراچیو له شتون څخه پاکې کړې.

د باخترآژانس د خبرله مخې، د پلیو لارو پاکول د ګرځنده لاس پلورونکو او کراچیو او د دوکانونو پر وړاندې د اېښودل شویو مالونو او د نورو شته خنډونو د فعالیت د تنظیمولوپه خاطرچې د سړکونو د بندېدو سبب شوې دي ترسره شول.

د دغه کمپاين په بهیرکې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د چهلستون ، ده دانا ، د علاوالدین درې لارې او د پل حسن خان بازارونو پلې لارې پاکې شوې.

دغه راز د ګرځنده پلوونکو لپاره د خوندي فعالیت په مقصد مناسب ځای ټاکل شوې دي .په همدې ترتیب د کابل ښآروالۍ موظفینو اړوندو اصنافو او هټیوالو ته لارښونه کړې ده چې د دوی فعالیتونه د ښآري اصولو او مقرراتو له مخې وي او د سرغړونې په صورت کې به له هغوی سره قانوني چلند وشي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته