ټولنه

د وينې په ورکولو سره د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله شوه

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٦
د رضا کارانو نړيواله ورځ (له رضاکارانو سره يو موټى شئ او په ټولنه کې د هغوى ونډه وپيژنئ) تر شعار لاندې د وينې په ورکولو سره په کابل ښاروالۍ کې ونمانځله شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت او د کابل ښاروالۍ له خوا جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات پيغام د دغه معينيت د پروګرامونو د همغږى د رييس حضرت الله شريفي له خوا ولوستل شو.
په دې پيغام کې په ټولنه کې د رضاکارانو رول ارزښتناک وبلل شو او څرګنده شوه چې رضاکاري خلکو ته د خدمت په لاره کې يو بې اجورې او سخاوتمندانه کار بلل کيږي.
دغه راز په دې پيغام کې وويل شوي دي چې په رضاکارانه کارونوکې عمر، استعداد او ټولنيز موقف رول نه لري او هر هغه څوک چې د بشر دوستۍ روحيه ولري؛ کولاى شي په ټولنيزو او ډله ييزو کارونوکې ونډو اخلي او خلکو ته خدمت وکړي.
د ډاکتر کمال سادات په پيغام کې څرګنده شوه چې د اړتياوو په پام کې نيولو سره د ځوانانو د چارو د معينيت په چوکاټ کې د رضاکارانو رياست جوړ شو چې وکولاى شو رضاکارانه دود د ځوانانو ترمنځ پراخ بنسټه کړو.
په دې غونډه کې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې رييس مصطفى ظاهر وويل: رضاکار هغه څوک دى چې له اجورې پرته کار کوي او دغه شان اشخاص د خپلو خلکو په وړاندې ښه احساس او پاک وجدان لري.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس عبدالقادر آرزو وويل: بايد د رضاکارانو ورځ په يوې ورځې پورې محدوده نه شي او بايد هره ورځ خلکو ته د خدمت په خاطر په رضاکارانه کار لاس پورې کړو.
د عامې روغتيا وزارت د وقايوي طب د رياست مرستيال ډاکتر اکرم غوثي د فردي او سيمه ييز نظافت په ساتنې باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې بايد له ککړتيا څخه د ژوندانه د چاپيريال ساتنې په کارکې ټول په رضاکارانه کار لاس پورې کړو.
په دې غونډه کې دغه راز د پوهنې وزارت جګپوړي چارواکي اقبال قاري زاده هم خبرې وکړي.
د دغې غونډې په پاى کې په لسګونو تنو ځوانانو په خپله خوښه وينه ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته