کابل باختر د تلې پنځه ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان دپوليسو له خوا په فراه کې ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دفراه ولايت د شيب کو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو دکمين له امله ووژل شول .
ده څرګنده کړه چې په دې پيښه کې دوه تنه نور طالبان ټپيان شوي او دپوليسو منسوبينو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې دوسله والو طالبانو دډلې يوسميه ئيز سرګروپ ملا نعيم تيره شپه دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ په برنګګ کلي کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ