کابل/ د غویي ٥ مه / باختر
په سمنګانو کې يو پوځي خپل دوه پوځي همکاران شهيدان کړل.
دا پېښه تېره شپه ناوخته د کوز دره صوف ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو سيمه ييز پوليسو پرخپلو دوو ملګرو ډزې وکړې.
د سمنګانو يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر پوځي د خپلو دوو ملګرو له شهيدانو وروسته له طالبانو سره يوځاى شوى دى.
هغه وويل چې د يرغلګر د موندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم – ج -اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ