سیاست

د سولې د عالي شورا مشرتابه هيئت د پروان له مخورو سره غونډه وکړه

چاريکار باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه : د سولې د عالي شورا د مشرتابه هيئت غونډه نن په پروان ولايت کې جوړه شوه. د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: دغه غونډه د پروان ولايت د کنفرانسونو په تالار کې د سولې د عالي شورا له خوا د پروان د سولې د ولايتي کميټې په همکارۍ د سولې د عالي شورا د منشي امين الدين مظفري، د پروان د والي محمدعاصم عاصم، د دولتي ادارو د رئيسانو، عالمانو، مشرانو، مخورو، د پوهنتونونو د استادانو او د پروان د مدني ټولنې د غړو په ګډون جوړه شوه. په دې غونډه کې د پروان والي وويل: هغه ستراتيژي چې د سولې عالي شورا يې ترلاس لاندې نيولې ده؛ سولې او ثبات ته د رسيدو مناسبه لاره ده او د پروان سيمه ييزه اداره د خلکو د ملاتړ د جلبولو په لاره کې د خبرو اترو له لارې هلې ځلې کوي. وروسته د سولې د عالي شورا منشي استاد مظفري خبرې وکړې او د سولې په تامينولوکې د عالمانو، علمي کادرونو، ځوانانو، ښځو او مدني فعالانو رول مهم وباله او له هغوى څخه يې وغوښتل چې خپلې ګټورې اواغيزمنې مفکورې د سولې له عالي شوراسره شريکې کړي. په پاى کي د پروان د سولې د ولايتي شورا رئيس انجنير زلمي، د پروان د عالمانو شورا رئيس مولوي محمد جاويد حنفي او قومي مشر مولوي نجيب الله روحاني د سولې د ارزښت او پايلو په باب خبرې وکړې او د سولې په راوړلوکې يې خپله همکاري څرګنده ګړه . پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته