سیاستخبرونهTOP

رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر سره وکتل

کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچینار ماڼۍ کې د ګاونډي هېواد پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن او مل پلاوي سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د اسلامي امارت قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي نور محمد ثاقب او کابینې ځینو نورو غړو هم ګډون درلود.

خبرپاڼه کې راغلي چې رئیس الوزراء د پاکستاني علماوو پلاوي ته هرکلی ووایه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سفر د دواړو ګاونډیو هېوادونو او وروڼو ولسونو ترمنځ د اخوت او مثبتو اړیکو د تقویې سبب وګرځي.

رئیس الوزراء افغانستان او پاکستان د زیاتو مشترکانو د لرلو له امله نه بېلېدونکې هېوادونه وبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ستونزو په هواري او د سوء تفاهماتو په له منځه وړلو کې د علماوو رول مهم او مثبت وباله.

نوموړي دغه راز وویل چې پاکستاني چارواکي باید د افغان کډوالو پر وړاندې له ظالمانه رویې باید لاس واخلي، ځکه دغه ډول چلند ستونزې نه حل کوي، بلکې یوازې مخالفتونه او بدبینۍ زیاتوي.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر متقي د افغان کډوالو له ستونزو سربېره د افغان سوداګرو ستونزې، په ترانزیت او صادراتو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د ستونزو جوړېدل چې هر کال ترې افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه رسېږي هم یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري یا اقتصادي راکړه ورکړه باید د سیاسي مسائلو قرباني نه شي.

په همدې حال کې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت بریا لویه فتحه وبلله او د افغانستان ولس ته یې مبارکي ورکړه.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې راغلی اسلامي نظام نور هم مستحکم شي، تر څو یې په برکت ټولې اسلامي نړۍ ته مثبت اثرات ورسېږي.

نوموړي وویل: «افغانستان ته زموږ د راتګ هدف دا دی، تر څو د دواړو هيوادونو تر منځ په اړیکو کې سوء تفاهمات له منځه یوسو، او د سیاسي اړیکو، اقتصاد، تجارت او د یو بل د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ لارې چارې ولټوو.»

مولانا فضل الرحمن زیاته کړه جمعیت علماء اسلام ګوند د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د واکمنو د چلند په وړاندې د اعتراض غږ پورته کړی او دا ډول چلند ناسم او د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو لامل بولو.

په دې لیدنه کې ټینګار وشو چې دواړه هېوادونه باید د ټولو ستونزو د حل لپاره په ګډه لارې چارې ولټوي او له داسې اقداماتو باید ډډه وشي چې د ستونزو د ډېرېدو سبب ګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته