کابل، د غبرګولي٢٥مه، باختر
د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
پر دغو کسانو د غلا، شو کمارۍ او د نشه يي توکو د قاچاق تور لګول شوى دى.
د هلمند د پوليسو يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل؛ چې ياد کسان په وروستيو ٢٤ ساعتونو کې د لښکرګاه ښار او د هلمند ولايت له يو شمېر ولسواليو څخه د عملياتو په بهير کې نيول شوي دي.
له نيول شويو کسانو څخه وسلې او غلا کړاى شوي مالونه هم ترلاسه شوي دي.
\ ذ