سیاست

تبصره

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :
دخيبرپښتونخوا ايالت دبډه بيړې  په سيمه کې وروستي تروريستي پيښه ددې څرګندويه ده چې دغه کرغيړنه  پديده  دوست او دښمن نه پيژني اونه شوکولاى دتروريزم په باب سليقوي او افزاري تعريف ولرو .
دباختراژانس مبصر ليکي:  په دې وروستيو وختو کې په پاکستاني  طالبانو پورې يوې ډلې اړوندو وسله والو کسانو دپاکستان دخيبر پښتونخوا ايالت  دبډه بيړې  په سيمه کې په يوې  پوځي اډې يرغل وکړ او دڅو ساعتونو لپاره ددغه هيواد له پوځيانو سره په جګړه کې لتاړ شول .
سره له دې چې دمتقابلو ډزو په بهير کې  ټول يرغلګر  ووژل شول خو په دې پيښه کې پاکستاني پوځيانو او ددغه هيواد دکوماندو دقطعاتو افرادو ته چې په دې اډه کې يې شتون درلود دسرزيان اوښتى دى .
محمد خراساني  چې ځان دپاکستاني طالبانو  وياند بولي  دخپل هيواد له رسنيو سره په اړيکه کې ددغه بريد مسووليت په غاړه واخست او ادعا يې وکړه چې ګڼې پاکستاني  طالبانو په دې بريد کې ددغه هيواد دوه تنه پوځيان  وژلي دي .
   له دغې پيښې  وروسته  چې دپاکستان خلک په تيره بيا  دخيبر پښتونخوا ايالت اوسيدونکي يې سخت وارخطا او انديښمن کړي دي دپاکستان صدراعظم نوازشريف ددغه هيواد داردو دلوى درستيز جنرال راهيل شريف  په ملګرتيا پيښور ته سفر وکړ او حالت يې  له نږدې وڅيړه .
  دغه راز نوازشريف  دپاکستان  دامنيتي  او استخباراتي مقاماتو په ګډون په اسلام اباد کې يوه بيړنۍ غونډه جوړه کړه او دخپل هيواد امنيتي حالت يې وڅيړه .
  سره له دې چې دوروستى پيښې سرچينه عوامل په پاکستان کې دنورو تروريستي پيښو په شان څرګند او په ډاګه دي او دپاکستاني  طالبانو تحريک دمسووليت ادعا کړې ده خو بيا هم پاکستاني مقاماتو  او ددغه هيواد يوشمير رسنيو چې مشخصې  تړلتيا وې لري دپخوا په شان په اوتو بوتو لاس پورې کړ او په لنډ پارۍ سره او له تحقيق او مدرک پرته دپاکستان دوه ګاونډي هيوادونه افغانستان او هند ددغې پيښې عامل وبلل .
په داسې حال کې چې  هغو منابعو او عواملو چې په دغه عمل  لاس پورې کړ نه يواځې  ځانونه  معرفي او دمسووليت ادعا يې وکړه دغه راز دغه مقامات او رسنۍ  بايد دخپلو پوښتنو دځوابونو دترلاسه کولو لپاره ددغه هيواد پوځيانو ته مراجعه وکړي ځکه دپاکستان  استخباراتي سازمان له  نورو څخه په ښه توګه  په دې پوهيږي چې دبډه بيرې  دپيښې تر شاه څوک دي.
دافغان  او پاکستاني سياسي کارپوهانو په باور هغه څه چې   دپاکستاني رسنيو يوشمير مسوولينو طرحه کړل .
په پاکستان کې دعامه ذهنونو دتحريف او له هغو واقعيتونو څخه ددغه هيواد دخلکو دباورونو دبدلون په مقصد دهلوځلو يوه برخه ده چې پاکستان ورسره مخامخ دى .
که چيرې  ديوشمير پاکستاني مسوولينو او ددغه هيواد درسنيو  په  څرګندونو  سترګې پټې کړو او هغه دپخوا په شان يوکاذب تور او په پاکستان کې  دعامه ذهنونو دبدلون په مقصد يوحرکت وبولو .
واقعيت دادي چې په بډه بيره کې  وروستى پيښه يوه ډار اچوونکي پيښه وه او دهغو کسانو له خوا ترسره شوه چې کلونه کلونه دپاکستان داستخباراتي سازمانونو په لاس کې دوسيلې په توګه و او په افغانستان کې يې دپاکستان نيابتي  جګړې  ته دوام ورکړ، دوى هغه ماران و چې په لستوڼې کې وروزل شول خو اوس هغه ورځ رارسيدلې ده چې په خپل خاوند هم  ګوزار کوي .
ځکه دښمن ته دوست نه شو ويلاى او دبډه بيرې پيښې او له دې مخکې په پاکستان کې  نورو ناوړو تروريستي پيښو ثابته  کړه چې نه شوکولاى تروريزم او افراطيت تل  لوړتيا غوښتوونکو ستراتيژيو او درواغو خوبونو ته درسيدو لپاره دخپلو مغرضانه هدفونو وسيله او عامل وبولو .
هغه څه چې په پاکستان کې رامنځته شول او په تيرو وختونوکې هم رامنځته شوي  دي او هيڅ تضمين هم شتون نه لري چې په راتلوونکې کې نه رامنځته کيږي داټکى ثابتوي چې پاکستان دتروريزم په باب  بيلابيل اوڅوګونې تعريفونه لري.
تروريزم په خپله سياسي جغرافيه کې يو ډول او دسيمې دلوړتيا غوښتوونکو هدفونو لپاره بل ډول او دخپلو ګاونډيانو په برخه کې  بل ډول تعريفوي په داسې حال کې چې دتروريزم  او افراطيت  ستونزه يوه سخته سيمه ئيزه له سيمې څخه بهر  او له دې  څخه لوړه يوه نړيواله ستونزه ده چې بايد دواقعيتونو له مخې تعريف شي.
تروريزم به هغه وخت خپل شر زموږله سر څخه لرې کړي او سيمې ګريوان به خوشې کړي چې دهيوادونو په اړيکو کې دسنجش  کچه صداقت او عمل وي نه دکاغذ پرمخ ژمنه او خواږه  ديپلوماتيک الفاظ .
دافغانستان دخلکو په ډاګه خبره داده که چيرې مثبت تګلوري ته  دحالت دبدلون خبره  وي نودتروريزم دجرړو ايستل دپاکستان په نظر کې بدلون ته اړتيا ده .
دافغانستان دخلکو نظر دادى چې دتروريزم او بنسټپالې  پرخلاف مبارزه اوسيمه ئيز پيوستون اوهمکاري به دملتونو دپيوستون عامل  وي هغه ټکى چې بايد پاکستان يې ددرک جرات  ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته