امنیت

يو انسان تښتوونکى په بغلان کې ونيول شو

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۱ مه
د بغلان ولايت پوليسو پرون يو تن د انسان تښتوونې او وژنې په اړوند ونيوه.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت د کورنيو چارو وزارت د درندو جرمونو رياست په همکارۍ يو تن چې دانسان تښتوونې او وژني تور پرې لګول شوى دى، د پلخمري ښار له مربوطاتو څخه ونيوه.
نيول شوی سړی دوه مياشتې مخکې د هند يو تبعه چې د کابل ولايت اصلي اوسيدونکى و، د کابل ښار د دوغ آباد له ساحې څخه تښتولی او وروسته يې وژلى و.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته