امنیت

په پکتیا کې اته تنه طالبان وژل شوي دي

ګردیز باختر د تلې ۱۰ مه
د پکتیا ولایت د زرملې ولسوالۍ په کوتي خېلو سیمه کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې افغان ځواکونو نن سهار د زرملې ولسوالۍ په کوتي خېلو سیمه کې عملیات پیل کړي.
سرچینه زیاتوي چې د پیل شویوعملیاتو په ترڅ کې هوايي ځواکونو یو هاموى موټر په نښه کړی چې په کې اته تنه طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په پیل شویو عملیاتوکې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته