اقتصاد

دفوايدعامې وزير دبادغيس د حلقوي سړک د جوړولو د کار په ګړندي کولو باندې ټينګاروکړ

کابلباختر داسد٥
دفوايدعامې وزير دبادغيس دحلقوي سړک د جوړولو د کار بهير وکوت .
دفوايد عامې وزير نجيب الله اوژن په هغه سفرکې چې دبادغيس ولايت ته يې درلود؛ ددغه ولايت له والي، د دولتي ادارو له رييسانو، عالمانو، روحانيونو او امنيتي مسوولينو سره وکتل.
دبادغيس له ولايت څخه د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: د فوايدعامې وزير په هغې کتنه کې چې دبادغيس له والي احمد الله عليزي سره لرله؛ په دغه ولايت کې د امنيتي مسئلو دلازيات ښه والي اودغه راز دبادغيس دحلقوي سړک د جوړولو د کاردبهير دګړندي کولو په باب خبرې وکړې.
نجيب الله اوژن دغه راز ددغه سفر په بهيرکې دبادغيس د حلقوي سړک د جوړولو د کار بهير چې د امريکايي او ترکي ساختماني شرکتونو له خوا پرمخ بيول کيږي؛ وکوت او په ترڅ کې يي وويل: ددغه سړک د جوړولو کار يو کال مخکې پيل شوى دى. خو کار يې ښه پرمختګ نه لري او تر اوسه پورې په سلو کې پنځه ويشت پرمخ تللى دى.
ده له مسوولينو څخه وغوښتل چې ددغې پروژې په تطبيق کې چې د انتقالاتو او ترانسپورت په کارکې يوه حياتي پروژه ده؛ جدي پاملرنه وکړي.
دبادغيس والي ددغه حلقوي سړک د جوړولو د کار د بهير د نه ګړنديتو ب علت په دغه ولايت کې نا مناسب امنيتي شرايط وبلل او وې ويل: موږ هڅه اوهاند کوو چې ددغې پروژې د جوړولو د کار ګړندي کړو.
دفوايد عامې وزير نجيب الله اوژن هم په دې بر خه کې د سړک جوړولو مسوولينو ته د هر را ز همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته