امنیت

دغزني ولايت امنيه قوماندان : سږ کال به چاته اجازه ورنه کړو چې طالبانو ته عشر او زکات ورکړي.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دغزني ولايت امنيه قوماندان : سږ کال به چاته اجازه ورنه کړو چې طالبانو ته عشر او زکات ورکړي
دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغه ولايت کې دعشر او زکات په نامه دکرنيزو محصولاتو راټولول په دغه ولايت کې په يو فرهنګ بدل شوى دى او په دې وروستيو وختو کې د دوى تبليغات په غزني ښارکې منعکس شوي دي .جنرال امرخيل زياته کړه: اوس دکرنيزو محصولاتو د راټولولو وخت دى طالبان دعشر او زکات د راټولولو په خاطر په دغه ولايت کې ليدل شوي دي .دغزني ولايت امنيه قوماندان ټينګار کوي چې سږ کال ددغه فرهنګ مخه نيسي او هيچاته اجازه نه ورکوى چې خپل زکات طالبانو ته ورکړي .دغزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل وويل : ددغه ولايت ټول کشفي ارګانونه دهغو کسانو په لټه کې دي چې له خلکو څخه طالبانو ته عشر او زکات راټولوي.
ده وويل دغزني يو پوليسو ترلاسه پورې يو تن ددغې قضيې په اړوندنيولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته