کابل باختر دچنګاښ دريمه
په قندهار کې دماين جوړولويوه کارخانه له منځه يوړل شوه .
داتل قول اردو دلومړي لوا دشپږم کندک قوماندان باختر اژانس ته وويل: دملي اردو ځواکونو د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې دځانګړو عملياتو په بهير کې دماين جوړولو يوه فابريکه کشف او له منځه يوړله .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې، له دغې فابريکې څخه دپرسونل ضد اووه ماينونه يوه شل کيلويي بوشکه اوبلن مواد چې دماينونو په جوړولو کې کارول کيږي پنځه ليتره تيزاب ، امونيم نايتريت اوسپکه وسله ترلاسه شوې او له منځه وړل شوې ده .