ټولنه

دخوست ښاردپروژو ستونزي وڅيړل شوي

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٢ :
دخوست ولايت دښاري پروژو ستونزي دښار جوړولو دچارو دوزير ډاکتر حسن  عبداللهي په ګډون  په يوه غونډه کې  وڅيړل شول.
دښارجوړولو دچارو ويندوى عبدالرحيم زرين باختراژانس ته وويل  په دي غونډه کې دخوست ولايت  داقتصاد رئيس انجينر احمدشاه ،  دولايتي شورا غړي احمدګل ، دمتونوقومي استازي رحمت ګل ، ناظم ځدران اودخوست ولايت يوشمير مشرانو ګډون کړي وو په دغه ولايت کې دښاري پروژو ستونزي وڅيړل شوي.
دخوست ولايت مسوولينو اودخلکو استازو په دغه ولايت کې دډاډمن امنيت  يادونه وکړه او ويې ويل چې ښارونو ته دخلکو مخه کول يوچلنج دي او لومړۍ بايد ددغه ولايت داوبو رسولو اوکاناليزاسيون اوښارجوړولو دامريت په تشکيل نوي نظر وشي اودکاناليزاسيون او اوبورسولو زيانمني شوي سيستم چې په جګړو کې زيانمني شوي دي وڅيړل شي .
دوى هم هغو مامورينوته چې دولايت له لرو پرتو سيمو څخه راځي داستوګني ددريو بلاکونو دجوړولو  طرحه وړاندې کړه .
وروسته دډاکتر عبداللهي وويل په راتلوونکي کال کې  ددغه ولايت دښار جوړولو مديريت رياست  ته لوړ يږي او داوبو رسولو امريت دجوړولو په باب ستاسو پيشنهاد په اړوند په  ١٣٩٢ کال  کې اجراات کيږي .
دښار جوړولو دچارو وزير وويل دخوست ولايت ستراتيژيک پلان دوه کاله مخکې ددغه ولايت مقاماتو ته په رسمي ډول سپارل شوي دي  له دې امله دخوست ښاردتفصيلي پلانونودبرابرولوپه خاطردخوست ولايت دمقام اود
خوست ښاروالۍ وړانديزونه دغه وزارت ته وليږي .
ده زياته کړه تاسي بايدپه دغه ولايت کې مامورينوته داستوګنې دساحي پيشنهاد دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې اداري له لاري دغه وزارت ته وليږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته