ټولنه

دسالنګونولويه لاره دترافيکو پرمخ تړلي ده

کابل باختردوري دمياشتې لومړي نيټه  :

دسالنګونو لويه لاره  دسختو توپانونو ترپاى ته رسيدو پوري دترافيکو پرمخ تړلي ده .

دسالنګونو دساتنې او څارنې مسوول جنرال رجب باختراژانس ته وويل دسالنګونو لويه لاره پرون له غرمې وروسته له درې نيمو بجوڅخه تراوسه پورې  دسخت توپان له امله چې دليدني ساحه يي محدو ده کړې ده تړلي ده.

ده زياته کړه چې تراوسه پوري  دمسافرانو دخونديتوب اوداحتياطي تدبيرونو دنيولو په خاطر  وسايطو ته له سالنګونو څخه دتيريدو اجازه نه ده ورکرشوي  او دغه لاره  له دواړو خواو څخه دترافيکوز پرمخ تړي ده.

جنرال رجب زياته کړه  چې څه ناڅه دري سوه وسايط دتونل له شاوخوا څخه بيړنيو اوخوندي سيمو ته ليږدول شوي دي چې داحتمالي پيښو مخه ونيول شي .

ده زياته کړه په شمالي سالنګ کې دواورې اندازه څلويښتو سانتي مترو ته رسيدلي ده او په جنوبي سالنګ  کې دواورې اورښت دريدلي دي  خوسختو توپانونو دکتنې ساحه محدوده کړي ده او دلاري دتړل کيدوسبب شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته