امنیت

دملي اردو په چاڼيزو عملياتو کې يوسلو اووه نوي تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل باختر دتلي دولسمه:
دهيواد په ځينو سيموکې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  يوسلو اووه نوي تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي په دغو عملياتو کې  چې د ننګرهار ولايت داچين دغزني ولايت دمقر ، دپکتيا ولايت دڅکمنيو  او دډنډ پټان ، دقندهار ولايت  دنيش او خاکريز ، دزابل ولايت دشاجوي ، دروزګان ولايت ددهراود ، سراب ،  چوري  ، چارچينو او دګيزاب ، ددايکندي ولايت دګجران  ، دبغلان ولايت دتاله او برفک  ، دتخار ولايت داشکمش  او دهلمند ولايت دموسى قلعه دولسواليو ، دکاپيسا ولايت دتګاب دولسوالۍ او ددغه ولايت دمرکز او دکندز ښار په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې ١٩٧ تنه تروريستان ووژل شول او اتيا تنه نور ټپيان شول او يوه اندازه وسله او مهمات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي دفاع وزارت تاييد کړه چې دملي اردو پنځلس تنه عسکر  دامنيتي دندو دترسره کولوپه بهير کې  ددښمن ددرندو وسلو د ډزو او دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې له امله شهيدان شوي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته