سیاست

جمهوررئيس کرزي د عراق د بهرنيو چارو له وزیر سره وکتل

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١١ :
د افغانستان جمهوررئيس حامدکرزي نن د ارګ په ماڼۍ کې د عراق د بهرنيو چارو له وزیر ښاغلي هوشیار زیباري سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبرورکړ :
ښاغلي زیباري افغانستان ته د خپل سفر په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ویل چې تل يې دا هیله درلوده چې افغانستان ته سفر وکړي او نن يې دا هيله ترسره شوه.
په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو او اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وشوې.
د عراق د بهرنیو چارو وزير د افغانستان جمهوررئيس او خلکو ته د عراق د خلکو نېکې هيلې وړاندې کړې او د افغانستان ملت ته يې د سرتاسري سولې هيله وکړه.
جمهوررئيس حامدکرزي عراق یو د لرغوني تاریخ او تمدن لرونکی هېواد وباله او د هغه هېواد حکومت او خلکو ته يې د امن او آرامۍ هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته