کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
دښار جوړولواوځمکه والي وزارت دڅرځايونو دسروې اوثبت دپروګرام له لارې ١٦ زره درې سوه يو اويا جريبه څرځايونه په لوګر کې سروې او ددولتي ځمکو په بانک کې ثبت کړل .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه څرځايونه دلوګر ولايت په مرکز اوپه بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري .
دښار جوړولواو ځمکه والي وزارت دساتنې او له هغو څخه دعادلانه استفادې اودژوندانه دچاپيريال ساتنې په خاطر ددولتي ځمکو په بانک کې دڅرځايونو دسروې ، تثبيتولو او دثبتولو بهير پيل کړى دى او تراوسه پورې څه دپاسه يو ميليون جريبه څرځايونه يې سروې اوثبت کړي دي .
ختم _ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ