ټولنه

په پنجشير کې دنيالګيو دايښودلو کار پيل شو .

کابل باختر د وري پنځمه :
په پنجشير ولايت کې نن دنيالګيو دايښودلو  کار پيل شو . 
دباختراژانس  دخبرله مخې، دپنجنشير  دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست ددغه ولايت مرکز بازارک  دمنجهور  په کلي کې  دنيالګيو کينولو کار پيل کړ او دغه پروګرام  ددغه ولايت په ټولو ساحو کې پراختيا مومي .
دپنجشير والي کمال الدين نظامي په داسې حال کې  چې دپنجشير دوالي محمد امين صديقي  دادارو رييسانو ، عالمانو او مخورو ګډون درلود وويل چې دهېواد هر يو اوسيدونکي  ته لازمه ده چې ديوه نيالګي په کينولو سره دهېواد په سمسورتيا کې ونډه واخلي .
دپنجشير  دکرنې رييس محمد روف  يعقوب وويل چې ټاکل شوې ده په دغه يو مياشتنۍ  کمپاين کې څه دپاسه دوه زره نيالګي په اووولسواليو او دپنجشير په مرکز بازارک  کې کينول شي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته