امنیت

دشپږو تنو پاکستاني اتباعو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږتنه نور ټپيان شول.

کابل باختردوري دمياشتې ٢٤ :
دشپږو تنو پاکستاني اتباعو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په نورستان ولايت کې دافغانستان له سرحدي ځواکونوسره په جګړه کې  ووژل شول او شپږتنه نور يې  ټپيان شول .
دغه جګړه  دډيورنډ کرښې ته څيرمه دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته چې په لسګونو تنو پاکستاني او افغان طالبانو دافغانستان دسرحدي ځواکونو په يوې پوستې بريد وکړ.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې  جګړه کې دشپږو تنو پاکستاني اتباعو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او درې تنه نور يې  ټپيان شول.
ده وويل  چې په ټپيانو کې درې تنه پاکستاني طالبان هم شامل دي .
ددغې  جګړې په پاى  کې يرغلګر طالبان بيرته دډيورند له کرښې اخوا وتښتيدل. دهېواد سرحدي ځواکونه وايي چې ددغې جګړې په پاى کې يې   دوسله والو طالبانو يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  او په سلګونو کيلوګرامونه  چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته