سیاست

د بهرنيو چارو وزارت معين د قطر دولت له استول شوي هيئت سره وکتل

کابل باختر د ليندى  پنځلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت اداري معين ډاکتر نصير احمد انديشه پرون د قطر دولت د بهرنيو چارو وزارت د آسيايي  برخې له رييس  احمد بن عبدالله العطيه او له ملګري هيئت سره يې چې د حالاتو د څيړنې او د خپل متبوع هېواد د سفارت د پرانستلو لپاره د افغانستان له مقاماتو سره د سلامشورو په موخه کابل ته راغلى دى؛ وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
د بهرنيو چارو وزارت د ويانددفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د بهرنيو چارو وزارت معين په بېلابېلو برخوکې د افغانستان له دولت او خلکو سره د قطر هېواد د ارزښتناکوهمکاريو او په وروستيو لسيزوکې د افغان کارګرانو په نسبت د دغه هېواد کوربه توب له مله مننه وکړه او د هېواد د سياسي او امنيتي  حلااتو او په هېواد او سيمه کې د سولې او ټيګاو په لاره کې د افغانستان د دولت د هڅو او هاند په بيانولو  سره په کابل کې د قطر دولت د سفارت پرانستل د دواړو مسلمانو او ورونو هېوادونو د اړيکو او لا زياتې پياوړتيا او پراختيا په لاره کې يومهم ګام وباله .
د بهرنيو چارو وزارت اداري معين قطر ته د افغان کارګرانو د استولو د موافقه ليک عملي کيدل د افغانستان او قطر د خلکو او دولتونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په لاره کې يومهم ګام وباله او څرګنده يې کړه چې افغانستان په بېلابېلو برخوکې د قطر له دولت سره د اړيکو د پراختيا ليوال دى او د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د جوړولو او پرانستلو د زمينې  د برابرولو په لاره کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى.
وروسته د قطر دولت د هيئت رييس او غړو افغانستان ته د سفر له امله د خوښۍ په څرګندولو سره، د کابل امنيتي حالت مثبت وباله او هيله يې وکړه چې د لازمو څيړنو له پاى ته رسيدو وروسته په کابل کې د خپل متبوع هېواد سفارت پرانيزي  او په بېلابېلو برخوکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لازياتو همکاريو زمينه برابره شي .
نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته