کابل / باختردزمري ٢٢مه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه.
د جمهور رييس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې چې د ملي دفاع وزارت په تالار کې وشوه جمهورريیس غني د هیواد د وسله وال پوځ ټولو منسوبینو ته د نېمکرغه لوی اختر د مبارکۍ پر مهال وویل ، زه پر تاسې له دې امله ویاړم چې شپه او ورځ د وطن ساتنه کوئ. هغه زیاته کړه، ستاسې هڅې په ځانګړي ډول په تېره یوه میاشت کې د تصور وړ نه وې، ځکه تاسې په خپلو وینو دا وطن وګاټه او موږ ټول مو منندوی یوو. جمهوررئیس د هیواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو تر منځ د همغږۍ قدرداني وکړه او وې ویل، تاسې د دښمن د حملو څلور څپې خنثی کړې، نو بناً تاسې د جګړې په ډګر کې بریالي یاست. جمهورريیس غني وویل، نن د افغانستان اسلامي جمهوري نظام ستاسې د سربازۍ او سرښندنې منندوی دی. تاسې د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت په بریالي ډول ټینګ کړاو باوري یم چې د جمهوري ریاست د ټاکنو امنیت به هم په بریاليتوب سره تامین کړئ. جمهوررئیس د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه او ويې ویل، ستاسې لاسته راوړنې په آسانۍ سره نه دي حاصلې شوي، ځکه تاسې د دې وطن زړور بچیان هره ورځ وینه ورکوئ او ملت به ستاسې دغه قربانۍ هېرې نه کړي. جمهور ريیس محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر راتلونکي به هیڅ راز معامله نه کېږي، دغه راز هغه توافقنامه چې په کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصئون نه وي، د منلو وړ نه ده. هغه زیاته کړه، سوله شرطونه لري، خو د سولې د مذاکراتو لپاره قید او شرط نه لرو او زموږ امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي. د نظام ساتنه زموږ د هر فرد وظیفه ده، انفجار او انتحار په اسلام کې ځای نه لري. جمهور ريیس څرګنده کړه، د هیواد په درې واړو امنیتي او دفاعي بنسټونو کې پراخ اصلاحات راغلي او د ملي امنیت منسوبین ګمنام نه دي، بلکې هر یو یې حیثیت او شرافت لري او زموږ د ملت ویاړ او عزت دی. جمهورريیس غني وویل، په راتلونکو شپږو اوونیو کې به د هیواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او هوايي ځواک پیلوټانو ته د استوګې نمرې ووېشل شي او په هره قول اردو کې به د استوګنې واضح ښارګوټي جوړ شي چې زموږ د وسله وال پوځ کورنۍ پکې په آرامۍ ژوند وکړي. جمهورريیس د سولې د وروستیو انکشافاتو په اړه هم مفصل معلومات ورکړل او ويې ویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړۍ اساسي او قانوني شریکان او زموږ د هیوادوالو رسمي او مشروع استازي دي. هغه زیاته کړه: موږ له امریکا او ناټو سره کوم نوی تړون نه لاسلیکوو، له امریکا، ناټو او د نړۍ ټولو هیوادونو سره مو ټول قراردادونه او ستراتېژیک تړونونه پر خپل ځای دي. جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به واضح بین المللي تعهد وجود ولري او د مشترکو منافعو خبره ده او د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځو. جمهورريیس د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امکاناتو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ویل، د دې وطن زړورو بچیانو زرګونه کلونه د افغانستان ویاړلی بیرغ په ټوله نړۍ رپولی دی. جمهورريیس په ټینګار سره وویل ، افغانستان مخته ځي او شاتګ نه کوي. هغه زیاته کړه، تر غې چې د سولې تړون د ملت له لورې تصویبېږي، د قوې استعمال زموږ د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمده وظیفه ده. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه برحقه ده، ځکه د دې هیواد د ۳۵ میلیونو هیوادوالو د ساتنې په خاطر ترسره کېږي. جمهورريیس غني وویل، زموږ تصمیمونه آني او ترفشار لاندې نه وو، بلکې اصولي دي، ځکه د خدای تعالی او د افغانستان د ملت پر وړاندې مسوول یوو. جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د دې ترڅنګ چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو همغږي، اتلولي او سرښندنې وستایلې وویل ، نن د یوې واحدې ټولنې څخه دفاع کوو او تاسې ملي وحدت منعکسوئ او زموږ آزادي د دې وطن د بچیانو د قربانیو محصول دی. جمهورريیس محمداشرف غني د هیواد د وسله وال پوځ منسوبینو ته په خطاب کې وویل، تاسې په عزت او مېړانه خپل کار ته چې له دې خاورې دفاع ده، دوام ورکړئ ځکه تاسې د دې خاورې ساتونکي یاست او پر تاسې به لا زیاته پانګونه کېږي. پاى ذ