امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون د ٢٠٥ اتل قول اردو دځواکونو د اتل – ١٦ عملياتو په بهير کې ووژل شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات د روزګان ولايت د دهراوود ، دقندهار ولايت دشا ولي کوټ او د زابل ولايت د ميزان په ولسواليو کې ترسره شول چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
په خبر کې ويل شوې دي چې د روزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د طالبانو سيمه ييز قوماندان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى په دغو عملياتو کې نهه ښخ کړى شوي ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته