امنیت

په غزني کې دوسله والو طالبانو دچاوديدونکو توکو او جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې کشف شوي .

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه

  ناتو وايي  چې په غزني ولايت کې  يي دوسله والوطالبانو دچاوديدونکو توکو او دجنګي وسايلو  دوه ډيپوکانې کشف او ترلاسه کړي دي .

 دغه يپوګانې داب  بند ولسوالۍ په مربوطاتوکې  پرون دافغان او ناتو دځواکونو د پلټنې په عملياتو کې  کشف شوي دي .

 ناتو باختر اژانس ته  ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره  وويل په دغو ډيپوګانوکي څه ناڅه يو زرو پنځه سوه  کيلوګرامه کيمياوي  توکي چې دچاوديدونکو توکو په جوړولوکې  کارول کيږي په لسګونو کيلوګرامه نور چاوديدونکي توکي  په واټ کې دکارولو لپاره ماينونه او توغندي  ويشتونکي  ترلاسه شوي دي .

  ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې ددغو ډيپوګانو  دکشفولو په بهيرکې جګړه مارانو په سيمه کې  شتون نه درلود .

 په خبرپاڼه کې ويل شوي دي دغه ډيپو يوه له هغو سترو ډيپوګانو  څخه ده چې په دې وروستيو وختوکې له جګړه مارانو څخه ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته