سیاست

دبېوزلو ماشومانو او ښځو دملاتړ لپاره د دعوت او انسجام په کنفرانس کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي ګډون.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دبېوزلو ماشومانو او ښځو دملاتړ لپاره د دعوت او انسجام په نامه دافغانستان دښځو او ماشومانو دملاتړ په موخه پرون په کابل کې يو کنفرانس جوړ شو.
دجمهور رييس دفوق العاده استازي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کنفرانس کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په خبروکې وويل: خوښ يم چې نن دهيواد دبېوزلو ماشومانو او ښځو دملاتړ په پروګرام کې ګډون کوم،هغه قشر چې د ژوندانه په ټولو برخو کې زيات او ارزښتناک رول ته اړتيا لري.
دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود وويل چې په تيرو څو کلونو کې په هيواد کې جګړو او وينې تويدو دښځو مخه ونيوله چې خپل رول په کارنده توګه ولوبوي په دغو کلونو کې ښځې له پرمختګونو څخه بې برخې شوې او آزادۍ يې محدودې شوې او د دوى د ذهني او عملي ظرفيتونو دلوړولو په خاطر شرايط مساعد نه وو .
ده زياته کړه چې ګاونډيو هيوادونو په افغانستان کې دمزدورو ډلو په جوړولو سره خپلو موخو ته درسيدو په خاطر د دين له نامه څخه دوسيلې په توګه استفاده وکړه او زموږ په هيواد کې يې تاوتريخوالى او کړول ترويج کړل چې د دوى دا کار له هيڅ ديني ارزښت سره اړخ نه لګوي او ټول فعاليتونه يې دهغو ارزښتونو پرخلاف و چې زموږ خلک پرې باور لري او دا هغه کسان دي چې فعاليتونه يې داسلامي لارښوونو پرخلاف دي او انساني کرامت چې لوى خداى (ج)خپلو بنده ګانوته ورکړى دى نفى کوي.
دجمهور رييس فوق العاده استازي ټينګار وکړ هيڅ ډله نشي کولاى د ژوندانه هغه فضا چې لوى خداى (ج) انسان ته لازمه بللې ده محدوده کړي او په ټولنو کې دښځو په ګډون دانسانانو د آزادۍ او ودې خنډ شي.
دغه راز ده وويل  ننني انسانان دهغې پوهې له مخې چې لري يې دخپل ژوندانه چارې برابروي په همدې خاطر نننى انسان هغه انسان نه دى چې محکوم شي او انسانان په تيره بيا ښځې په ځان کې دځواکمنۍ احساس لري.
احمد ضيا مسعود د خلکو او د ماشومانو او ښځو دحقوقو په برخه کې له نورو فعالو بنسټونو څخه وغوښتل چې له بېوزلو ښځو او ماشومانو سره مرسته وکړي چې دهغوى د ژوندانه په حالت کې بدلونونه رامنځته شي او په ټولنه کې دښځو دريځ پراخ بنسټه شي.
دجمهور رييس فوق العاده استازي دښځو کارنده شتون او دهغوى پرخلاف دتاوتريخوالي لمنځه وړل – د ظرفيتونو انکشاف ،په دولتي بنسټونو کې دښځو دکارنده شتون ،دليک لوست د زده کړې دپروګرامونو جوړول ،د ادارې په اصلاح کې دښځو درول ،دعدلي او قضايي بنسټونو په بيلابيلو کچو کې دښځو د لارې موندلو لپاره دهلوځلو او د رسنيو او دښځو دحقوقو دبرخې دنورو فعالو بنسټونو په همکارۍ دښځو پرخلاف دتاوتريخوالى دلمنځه وړلو دسراسري هلوځلو پيل ته اړتيا بولي.
ديادونې وړ ده چې دغه کنفرانس د افغانستان د ښځو او ماشومانو دملاتړ د بنسټ له خوا جوړ شوى و چې دښځو او ماشومانو دحقوقو يو زيات شمير فعالانو پکې ګډون کړى و چې په بيلابيلو برخو کې د ښځو دکارنده شتون دلارې پرسر دپرتو خنډونو او ستونزو او دهيواد دماشومانو دستونزو دڅيړنې په باب خبرې وکړې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې با ثباته راتلوونکې دلرلو لپاره دى د ټولنې دغو دوو مهمو قشرونو ته زياته پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته