سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د تاجکستان له سفير سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٩ :
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ډاکتر نصيراحمد انديشه پرون په کابل کې د تاجکستان جمهوريت له سفير امام الدين شرف سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د تاجکستان جمهوريت سفير د آمو سيند په تګلوري کې د سرحدي نښو د ترميمولو او نوي کولو، د دواړو لورو د تفاهم ليکونو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د بنديانو د ليږ دولو او سپارلو د څرنګوالي او دغه راز افغانستان ته د تاجکستان له خوا د تحصيلي بورسونو د ورکولو په باب خبرې وشوې.
وروسته د بهرنيو چارو وزارت معين او سرپرست په سيمه کې د اقتصادي سوکالۍ او سياسي ثبات په مقصد د دواړو هېوادونو ترمنځ زياتې اقتصادي، سياسي او فرهنګي  همکارۍ ارښتناکې وبللې او د هغوپه پراختيا يې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته