امنیت

دکابل ولايت امنيه قوماندان: د کابل ښار په شپاړلسمې ناحيې کې د نن سهار د پيښې په اړوند يوتن نيول شوى دى

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
دکابل ولايت امنيه قوماندان وايي چې د نن سهار د هغې پيښې په اړوندچې دکابل ښار د شپاړلسمې ناحيې په مربوطاتوکې رامنځته شوه؛ يو تن نيول شوى دى .
باخترآژانس دکابل ولايت د امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر له خولې خبر راکړ نن سهار د کابل ښار د شپاړلسمې ناحيې په مربوطاتوکې غيبي زيارت ته څېرمه يوه چاودنه وشوه.
چاودنه د يو توغندي د لګيدو زيږنده وه، ښايي تروريستانو غوښتل چې دغه توغندي دکابل ښار د استوګنې په سيمو وتوغوي . خو دپوليسو تحرکاتو دغه توطيه شنډه کړه .
جنرال ظاهر وايي: کله چې پوليس په کابل په يوه واکمنه سيمه کې د يو توغندي د ځاى پرځاى کيدوخبر ترلاسه کړ؛ په اقدام لاس پورې کړ او ساحې ته د پوليسو له رسيدو سره جوخت چاودنه وشوه چې له امله يې درې تنه پوليسان ټپيان شول چې د دوو تنو ټپيانو ټپونه برسيرن دي، خو ديو تن ټپ په نسبي ډول جدي دى.
سره له دې هم پوليسو وکولاى شول يو بل توغندى چې توغولو ته چمتوشوى و؛ شنډ کړي .
ده تاييدکړه چې د دغې پيښې په اړوند يو تن نيول شوى خو هويت يې په ډاګه نه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته