سیاست

جمهور رئیس غني په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سره وکتل

کابل – باختر د سلواغې د مياشتې ٦ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرسیتال میسرو سلاو جینکا سره وکتل. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني ښاغلي میسرو سلاو جینکا ته د نوې دندې د مبارکۍ پرمهال نوموړي ته په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوبونو هیله وکړه. ښاغلي میسرو سلاو جینکا جمهور رئیس غني ته د ملګرو ملتونو د نوي سرمنشي نېکې هیلې او احترامات وړاندې کړل او همدارنګه دواړو لورو د سیمې د امنیت، ثبات او سولې د تامین، هراړخیزو همکاریو، تروریزم سره د مبارزې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. جمهور رئیس غني د نړۍ د هېوادونو د مسایلو په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول ارزښت ته په اشارې وویل، ملګري ملتونه دې د سیمې د مهمو موضوعاتو په اړه د بحث او ګډو تصامیمو په موخه د سیمې د هېوادونو په کچه یو کنفرانس جوړ او په دې برخه کې خپل مهم رول ترسره کړي. په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل، ملګري ملتونه د سیمې د مسایلو د مناسب حل په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. هغه زیاته کړه، د سیمې په کچه دکنفرانس د جوړولو په اړه به د جمهور رئیس غني وړاندیز د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ورسوي. جمهور رئیس غني په دغه کتنه کې په سیمه کې د تروریزم او جنګ د بېلابېلو ابعادو په اړه د بحث پرمهال، د هېوادونو تر منځ دولت په دولت د اړیکو په تامین ټینګار وکړ او همدارنګه یې له غیر حکومتي عناصرو سره د ځینو دولتونو اړیکې او مناسبات د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره د اندېښنې وړ وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته