اقتصاد

د هرات په کڼو د اوريدو آلې وويشلې شوې

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٦ :
د (ستارکي) امريکايي مرکز دبيات دټولنې په مرسته په هرات ولايت کې په زرو تنو کڼو باندې د اوريدو آلې وويشلې .
د اوريدو دغه آلې د يوشمېر بنسټونو او خير غوښتوونکو اشخاصو په مرسته په  لوړه بيه پيرودلې شوې او په وړيا ډول د هرات د کڼو په واک کې ورکړ شوې.
د اوريدو د دغې آلې مخترع او د ستارکي د بنسټ مسوول  ويليام سپيند وايي: د اوريدو هره جوړه آله په اورپايي او امريکايي هېوادونوکې له شپږو څخه تر اووه زرو ډالروپورې پيرودل کيږي؛ خو اوس د يوشميرمرکزونو او خيرغوښتوونکو اشخاصو په مرسته دغه آلې په وړيا ډول د هرات د کڼو په واک کې ورکړ شوې.
د دغې آلې په وسيله هغه کسان چې آن شل کاله له اوريدو څخه بې برخې وو؛ اوس  اوري.
فرهاد چې ديارلس کاله کوڼ و؛ اوس د دغې آلې په واسطه غږ اوري او له دې پلوه خوشحاله دى.
ده د بيات د ټولنې او د ستارکي له مرکزڅخه مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل: ده هيڅکله د دغې آلې د پيرودلو وس نه درلود.
د بيات د ټولنې رييس احسان الله بيات په هرات کې د اوريدو د دغې آلې د ويشلو په مراسموکې وويل چې دغه ټولنه تراوسه پورې په کابل، هرات او دبلخ په ولايتونوکې  درې زره تنو کڼو ته د اوريدو د دغې آلې مرسته کړې ده .
د دغې آلې د استفادې څرنګوالى هم د دغو خيريه مرکزونو له خوا د استخدام شويو ښوونکوله خوا کڼو ته ښودل کيږي .
سره له دې چې په هېوادکې د کڼوشمېرمخ په زياتوالي دى؛ خو د دغو انسانانو د اوريدو د بېرته ستنولو لپاره مرکزونه  لږ بلل کيږي.
په دې لاره کې د خيريه بنسټونو هلې ځلې کولاى شي ډير ارزښتناک او برخليک ټاکوونکى وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته