نړۍ، د غوايي ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د اېکس په یو پیغام کې ویلي، چې دولت یې نن یکشنبې په دغه رژیم کې د الجزیرې شبکې د تړلو په هدف مثبته رایه وکړه.
الجزیره یوه له مشهورو او محدودو نړیوالو رسنیو څخه ده، چې تل یې د فلسطینینانو د حقونو لپاره خپرونې کړي او د اسرایلو ظلمونو ته یې انعکاس ورکړی دی.
مخکې د نتانیاهو حکومت ګواښ کړی وه، چې د ټولو هغو رسنیو د خپرونو مخه به ونیسي، چې د رژیم د ګټو پر خلاف خپرونې کوي.
باید وویل شي، چې د اسرایلو دغه پرېکړه د بیان د ازادۍ پر وړاندې ګام بلل کیېږي او نړۍ ته په کار ده، چې د صهیونستي رژیم دې دغه ډول کړنو مخه ونیسي.