سیاست

اجراييه رييس د امريکا له سفير سره وکتل

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٤
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو له سفير جيمز کنينګهام سره په سپيدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو، د ملي وحدت د حکومت د کابينې د جوړولو، په انتخاباتي نظام او کميسيونونو کې د اصلاحاتو او په دغه بهيرکې د ملګرو ملتو د سازمان د رول او د هيواد د پارلمان له خوا د امنيتي تړون د تصويب په باب هر اړخيزې خبرې اترې وشوې .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: د کابينې د جوړولو لپاره خبرې پرمخ ځي او هيله لرو ډير ژر کابينه او يا د کابينې يوه برخه وټاکل شي.
د انتخاباتي نظام په باب د مدني ټولنې له مرکزونو، د ملګرو ملتو له سازمان او د هيواد له شخصيتونو سره خبرې او سلامشورې دوام لري او دملي وحدت حکومت په انتخاباتي نظام کې او د انتخاباتو په مديريت کوونکو مرکزونوکې د اصلاحاتو په اصل ژمن دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته