سیاست

جمهور رئیس غني د قطر له امیر سره د غمشریکۍ لپاره پلازمېنې دوحې ته روان شو

کابل باختر د لړم څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د قطر د پخواني امیر شیخ خلیفه بن حمد ال ثاني  په وفات د غمشریکۍ په موخه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پلازمېنې دوحې ته لاړ.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
جمهور رئیس به په پلازمېنه دوحه کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د مرحوم کورنۍ او د قطر خلکو ته د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب د شیخ خلیفه بن حمد ال ثاني د وفات تسلیت ووایي.
د هېواد جمهورله رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري، داوود سلطانزوی او د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکاران، د ملي امنیت د سلاکار مرستیال فیض الله ذکي او د جمهوري ریاست ویاند محمدهارون چخانسوري ملتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته