ايبک/ د ثور٣٠ مه / باختر
په سمنګانو کې د کرنيزو محصولاتو دمديريت د٣٦٠ کرنيزو پروژو کار پرون پيل شو.
د سمنګانو د کرنې رييس محمد رحمان ارغنديوال باختراژانس ته وويل ؛ دغه پروژې دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنيزو محصولاتو د مديريت پروګرام له لارې په دغه ولايت کې تطبيقيېږي.
هغه زياته کړه په دغو پروژو کې د پيازو ساتلو ١٠٠ زيرمې ، د پټاټودساتلو ١٥٠ زيرمې د تازه ميوو ١٠ سړې خونې او د ميوو اوسبو د وچولو ١٠٠ سولري دستګاوې په بڼوالي ويشل کېږي.
د سمنګانو والي عبدالطيف ابراهيمي د دغو پروژو په تطبيق سره د دغه ولايت دبزګرانو دزياتو محصولاتو د له منځه تللو مخه نيول کېږي اوپه مناسبه بيه به وپلورل شي.
ديادونې وړ ده د دغو پروژو ٩٠ سلنه لګښت دکرنې وزارت او ١٠سلنه بزګران او بڼوال ورکوي . پاى ذ