ټولنه

دملګروملتو سازمان : دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې څه دپاسه ٢١٢ زره افغانان تيښتې ته اړ شول

  دويچه ويله  باختر دوږي دمياشتې ٩ نيټه  :
دملګروملتودسازمان دخبرله مخې ؛  د روان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه
پورې څه دپاسه  ٢١٢ زره تنه  افغانان  په  هېواد کې د تاوتريخوالي له امله
دتيښتې په حال کي دي.
باخترآژانس ددويچه ويله خبري آژانس دخبرله مخې خبر راکړ. دملګرو ملتو دسازمان يو وياند دسه شنبې په ورځ  دپروتستان ( اې  پي دي ) ته  وويل  يوازې  په  تيره اوونۍ کې  څه دپاسه لس زره تنه د هېواد په دننه دحکومتي ځوکونواو دوسله والوطالبانو دجګړه مارانو ترمنځ د جګړو له امله امنوسيمو ته  تښتيدلي دي.
د بشردوستانه مرستود همغږي کولو په برخه کې دملګروملتو سازمان  د ادارې يو وياند ينس لرکه وويل؛  دافغانستان  په شمال او شمال ختيځ کې له جګړو څخه اوس نوي په سلو کې څه ناڅه څلويښت  بيځايه شوي  کسان دي ترڅو دهېواد په نورو سيمو کې ځان ته  دامن ځاى پيدا کړي .
دملګروملتودسازمان درپوټ له مخې؛دهېواد په دننه او بهرکې  په ټوليزه توګه  په سلو کې څلويښت دتيښتې په حال کي دي.
دفدرال  آلمان دپناه غوښتوونکي اداري  هم په افغانستان کې دسخت امنيتي حالت په  خاطر دغه هېواد ته دپناه غوښتونکو په باب  خپل تصميم ځنډولي و خو دنويو امنيتي ارزونو له مخې ټاکل شوې ده دغه اداره بيا له سره خپل کار پيل  کړي.
دروان ميلادي کال دمي  دمياشتې په وروستيو کې په کابل کې دالمان سفارت ته څيرمه  دموټر بم  چاودنه وشوه چې له امله يې يو شميرزياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .             

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته