کابل باختر د غبرګولي دويمه :
دپکتيکا ولايت دارګون ، زيړوک او سرروضې په ولسواليو کې دملي اردو په مشرۍ دظفر تر عنوان لاندې چاڼيزعمليات پيل شول .
دتندر قول اردو ددويمې لوا دعامه اړيکو آمرجګړن محمد شريف وويل، دغه عمليات پرون پيل شوي دي او تراوسه پورې يوولس بوشکې اوبلن چاوديدونکي توکي او دهاوان څلور ماينونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دوسايطو ضد درې ماينونه چې دوسله والوطالبانو له خوا په ارګون ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو دوسايطو د تګ راتګ په لاره کې ښخ کړى شوي و ، ددويمي لوا دانجنيري دټيم له خوا کشف او شنډ کړي شول .
دغه عمليات دارګون ، زيړوک او دسرروضې دولسواليو دټولو کليو ترپاکولو پورې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ