کابل /دتلې ١٣مه /باختر:
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دافغانستان حکومت دهغو خبرو چې په هغو کې ګډون ونه لري ملاتړ نه کوي .
دباختر اژانس دخبرله مخې، څوورځې مخکې دطالبانو هيئت پاکستان ته سفر وکړ او له هغه څخه يې وغوښتل چې له امريکا سره دسولې دخبرو په بيا پيلولو کې ، له طالبانو سره همکاري وکړي .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين پاکستان ته دطالبانو دهيئت سفر ته په اشارې سره وويل چې دافغانستان حکومت ددغوخبرو ملاتړ نه کوي اودغه خبرې خورې ورې او بې ارزښته دي .
دهغه دڅرګندونوله مخې ، دافغانستان حکومت دافغانانو په مشري ددايمي او پتمنې سولې دخبرو غوښتونکي دى ،
هغه زياته کړه چې دافغانستان حکومت له طالبانو سره مستقيمې خبرې غواړي په دې شرط چې طالبان خپل تاوتريخوالي پاى ته ورسوي ،
ادريس زمان زياته کړه چې دخبروپه بهير کې دافغانستان سرې کرښې دجمهوريت نظام اودتېرو اتلسو کلونو لاس ته راوړنو ساتنه ده .
ادريس زمان زياته کړه چې دجمهوري رياست دانتخاباتو دپايلو له اعلام وروسته ، دافغانستان حکومت به له طالبانو سره دسولې دخبرو دبيا پيلولو په مقصد ، خلکو ته مراجعه وکړي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل