کابل /د سلواغې ١٧مه/باختر
په باميانو کې د ښځو د همنوا ټولنې بنسټ د دغه ولايت پوهنې رياست ته څه د پاسه ٧٠٠ کتابونه ورکړل.
دغې ټولنې په باميانو کې د کتابونو کمپاين څو ورځې مخکې د ( يک جلد کتاب براى صلح ) ترعنوان لاندې پيل کړ او د دغه ولايت د پوهنې رياست ته يې څه د پاسه ٧٠٠ درسي کتابونه راټول کړل.
د دغه بنسټ مسوولې خديجې صفري، د دغه اقدام هدف د پوهنې وده او پياوړتيا ياد کړ.
په ورته وخت کې د باميانو د پوهنې رييس محمد ايوب اميري د کتابونو راټولول اغيزمن وبلل او ويې ويل چې د باميانو زده کوونکي د درسي کتابونوله کمښت سره مخ دي.
هغه له خلکو وغوښتل چې له زده کوونکو سره همکاري وکړي.
ختم- شکريه-اکرم
0 1 دقیقه لوستل