اقتصاد

داقتصاد وزير غير دولتي مو سسو اړتياوې په پام کې نه دي نيولي

کابلباختردسرطان١٧
داقتصاد وزير وايي : غيردولتي سازمانونو پيسې د افغانستان ددولت دپروګرامونو او لومړيتوبونو له مخې نه دي لګيدلي .
دباختراژانس خبريال خبر راکړ : داقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال چې په هغې غونډه کې چې د مرستو داغيزمنتوب او دولتي او غيردولتي مرکزونو ترمنځ دهمغږۍ او همکارۍ دپياوړتيا ترعنوان لاندې جوړه شوې وه خبرې کولې څرګنده کړه : په تيرو کلونو کې انجوګانې ، او غيردولتي سازمانونو د افغانستان ددولت د لومړيتوبونو او پرو ګرامونو په پام کې نيولو پرته خپلې بودجې لګولي دي .
دده دڅرګند ونو له مخې، په تيرو لسو کلونو کې غير دولتي سازمانونو په سلو کې يوازې دولس پيسې د نړيوالې ټولنې له افغانستان سره مرستې کړي دي
د افغانستان ددولتي مرکزونو له لارې لګولي دي . او ددغو مرستو په سلو کې ٨٢ د همدغو غير دولتي سازمانونو له لارې لګول شوي دي او اغيزمنتوب يې لکه څنګه چې هيله يې کيده محسوس نه دى .
داقتصادوزارت مسولين وايي چې دنړيوالې ټولنې دمرستو دلګښتونو داغيزمنتوب لپاره هلې ځلې کړي دي چې دغيردولتي سازمانونو او ددولتي مرکزو نو ترمنځ همغږي رامنځته شي او غيردولتي سازمانونه پياوړي شي.
ارغنديوال وويل: په دقت سره ددغو سازمانونو مدارک څيړو او له دې وروسته هيچا او هيڅ مرکز ته ا جا زه نه ورکوو چې په خپل سر کار وکړي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې بهرني مرستندوي سازمانونه په خپل واردافغانستان په حکومت د کاري پاى په ظرفيت تور لګوي
د اقتصاد وزارت د چارواکو دڅرګندونو له مخې، همدا اوس دوه زره کورني غير دولتي سازمانونه او درې سوه بهرني غير دولتي سازمانونه فعاليت کوي .
داقتصادي چارو ځينې کارپوهان د اقتصاد وزارت  وروستي اقدامات نا وخته اونا کافي بولي ځکه دغه وزارت په يو شمير انجوګانو او موسسو د بيځايه لګښتو نو تورلګوي چې په تيرو دولسو کلونو کې دغو موسسو په خپل سره عمل کړى دى او اوس چې له افغانستان څهخه دبهرنيو ځواکونو د وتلو اودبهرنيو مرستو د کمښت خبره طرحه ده د اقتصاد د وزير دغه خبرې چې وايي له دې وروسته غير دولتي مرکزونو ته په خپل سرد فعاليت اجازه نه ورکوي ، اوس د اقتصاد وزارت دغه تصميم نه شي کو لاي ستونزې حل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته