ټولنه

د هېواد يو هنرمند استاد عبدالهادي عثماني وفات شو

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٤ انځورګر او د نورستاني سبک د کندنې استاد عبدالهادي عثماني د هغې ناروغۍ له امله چې ور پيښه شوې وه؛ د ٨٧ کلنى په عمر په حق ورسيد. ارواښاد عبدالهادي عثماني لومړى د هېواد د مشهور هنرمند ارواښاد عبدالصمد عزيزي تر نظر لاندې پر لرګيو د کيندنې او د انځورګرۍ هنر زده کړ او د افغان ترکاني تصدۍ په فابريکه کې د نورستاني سبک د کيندنې دستګاه د آمر په توګه دنده ترسره کوله او د افغان ترکاني تصدۍ له منحل کيدو وروسته په فيروزکوه موسسه کې د نورستاني سبک د کندنې په برخه کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله. ارواښاد په افغان ترکاني تصدۍ او په فيروزکوه موسسه کې د کلاسيک کيندنې، انځورګرۍ او پر لرګيو د نورستاني سبک کيندنې په هنري برخوکې يو زيات شمېر زده کوونکي وروزل او ټولنې ته يې وړاندې کړل. له ارواښاد استاد عبدالهادي عثماني څخه يو زياد شمېر آثار له دې جملې څخه په مزارشريف ښارکې د حضرت علي (ک) په زيارت، په نمبر يک ماڼۍ، د انترکانتيننتال په هوټل او د هېواد په نورو تاريخي ودانيوکې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته