سیاست

په باميانو کې درې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

  باميان باختر دسلواغې ١٢ نيټه :
د باميانو ولايت د ښاروالۍ په انګړ کې درې نوې  ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د باميانو ولايت  ښاروال محمدامان ،امان باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو ودانيو کې د باميانو د ښاروالۍ ادارې ودانۍ، د مراجعينود خدمتونو مرکز او د غونډو سالون شامل دي   چې د سولې او لوګو د پروګرامونو او د باميانو ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه  د څه د پاسه دوه  ويشتو ميليونو افغانيو په  لګښت په  دوو پوړونوکې په پاخه اومعياري ډول جوړې شوې  چې ټول اړين ملحقات پکې شامل دي.
د دغو  ودانيو د پرانستلو په وخت کې د باميانو والي  او نورو مسوولانو ګډون درلود.پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته