ټولنه

په هرات کې دکوچيانو دستونزو دڅيړنې په مقصد غونډه جوړه شوه

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
دکوچيانو دستونزو دڅيړنې  اوموندلو په  خاطر  مشورتي غونډه  نن دکوچيانو دلوى رياست له خوا دهرات ښار دغازي امان الله خان په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې په لويديځ زون کې دکوچيانو يو زيات شمير مشرانو ګډون کړي و  خپلې اساسي ستونزې  يې دافغانستان دکوچيانو لوى رئيس  ته بيان کړې او ددغو ستونزو  دحل کولو غوښتنه يې وکړه.
دافغانستان د کوچيانو  لوى رئيس  دلاورفيضان دکوچيانو غوښتنې برحقه وبللې او دهيوادجمهوررئيس  ته ددغو غوښتنواوستونزو دليږدونې  ډاډ يې ورکړ.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته