سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي دويمه :
دبهرنيو چارو وارت سياسي معين حکمت خليل کرزي نن له غرمې مخکې په کابل کې  داروپا داتحاديې له سفير  پيرميدون سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په دې کتنه کې دواړو لورو دراروانو پارلماني او دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو  په ترسره کولو  دپرمختيايي همکاريو په دوام او دافغانستان لپاره داروپا د اتحاديې دظرفيت  دلوړولو او دسيمه ئيزو موضوعګانو په باب خبرې وکړې .
  ختم_ شکريه –اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته