امنیت

تاج محمد جاهد دبسترو ناروغانو پوښتنه وکړه .

کابل باختر د چنګاښ  شپاړلسمه :
دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد  دپوليسو  په درې سوه بستريز روغتون کې  دملي پوليسو  دبسترو  ناروغانو  او ټپيانو پوښتنه وکړه .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، دکورنيو چارو وزير  په داسې حال کې چې  ددغه وزارت دمعينانو او ديوشمير رييسانو اوجنرالانو له خوا يې ملګرتيا کيده  د پوليسو  درې سوه بستريز روغتون ته لاړ او په  دغه روغتون کې  له بسترو ټپيانو  او ناروغانوسره يې  له نږدې وکتل  او دنيکمرغه کوچني اختر له امله يې  هغوى ته مبارکي وويله .
په دې کتنه کې دکورنيو چارو وزير  دناروغانو  داحوالو  دپوښتنې  او دهغوى  دستونزو  داوريدو په ترڅ کې وويل  چې دافغانستان ملت  دهېواد په ميړنيو او زړورو ځواکونو وياړي او دغو ځواکونو  دهېواد  درښتينو بچيانو په توګه  دخلکو دسر  او مال  دساتنې په لاره کې  دخپلې وينې  په تويولو سره له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه ده کړې .
  دکورنيو چارو وزير  دغه راز  دپوليسو  په درې سوه بستريز روغتون کې  بسترو ناروغانو او ټپيانو ته  يوه اندازه  نغدي سوغاتونه  ورکړل او د  ناروغانو دلاښې درملنې او علاج په موخه  دکورنيو چارو دوزير له خوا ددغه روغتون مسوولينو ته  لازمې لارښوونې وشوې .
  ديوبل خبر له مخې :دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد نن سهار د ويډيو کنفرانس له لارې  دولايتونو  دساحوي زونونو  قوماندانانو او امنيه قوماندانانو ته  لارښوونه وکړه   چې د نيکمرغه کوچني اختر  دورځو  دامنيت دتامينولو لپاره  لازم  تدبيرونه ونيسي .
دکورنيو چارو وزير دنيکمرغه کوچني اختر له امله  دملي پوليسو  هغو ټولو  منسوبينو ته  چې  په دندو بوخت دي مبارکي وويله او هغوى ته يې لارښوونه وکړه چې  په ښه توګه  دنيکمرغه کوچني  اختر په ورځو کې دامنيت دتامينولو په لاره کې   زياتې هلې ځلې وکړي .
په همدې حال کې  دهېواد دکورنيو چارو وزير دملي پوليسو  دځواکونو  د نه ستړي کيدونکو  هلوځلو له امله قدرداني وکړه اوڅرګنده يې کړه چې  دافغانستان  خلک به  دستاسو  په امنيتي پروګرامونو په باور سره  دنيکمرغه کوچني اختر ورځې  د خوشحالۍ او صميميت  په فضا کې  تيرې کړي . 
  دغه راز   دملي پوليسو  دساحوي  زونونو  قوماندانانو  او دولايتونو امنيه قوماندانانو دهېواد دکورنيوچارو وزير ته ډاډ ورکړ  چې  دنيکمرغه کوچني اختر دورځو لپاره  امنيتي پروګرامونه به  په جدي توګه عملي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته