روغتیا

په هېواد کې د کروناویروس۲۱۰ نوې پېښې ثبت شوې

کابل / د غویي ۶ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په تېرو۲۴ ساعتو کې په هېواد کې په کروناویروس د ۲۱۰ تنو د اخته کېدو او د ۶ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
باختر آژانس د دغه وزارت د خپرپاڼې له مخې خبر ورکوي چې په هېواد کې د کروناویروس د ۲۱۰ پېښو په ثبت سره، په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۹ زرو۲۲۵ ته ورسېد.
دغه راز په همدې موده کې په هېواد کې په کروناویروس ۶ اخته کسان مړه شوي دي چې د مړه شویو کسانو ۲ زرو ۵۹۸ او د روغ شویو کسانو شمېر ۵۲ زرو ۵۳۰ ته ورسېد.
بايد وويل شي چې د کرونا واکسین د تطبیق بهير چې په هند کې جوړ شوى دى، په افغانستان کې دوام لري او تراوسه ۱۹۰ زره کسان واکسين شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته