سیاست

اجرائیه رئیس د چین جمهوریت د عامه امن له وزیر سره د ترهګرۍ پر ضد د ګډي مبارزې په اړه خبري وکړې

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کي د چین هیواد د عامه امنیت له وزیر ګیو شینکون سره وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه لیدنه کي د چین او افغانستان ترمنځ پر وروستیو تړونونو باندي، چي چین ته د جمهور ريیس ډاکټر محمد اشرف غني په وروستي سفر کي لاسلیک شوي وو، بحث وشو.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چي دغه تړونونه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو له پراختیا او ښه والي سره مرسته وکړي او په ګډه به د مشترکو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره نوري مبارزې ته زمینه مساعده کړي.
ده زیاته کړه، چي افغانستان له نړیوالو متحدینو سره د نیکو اړیکو پاللو ته ژمنتیا لري او چین ددغه هیواد لپاره یو له قوي متحدینو څخه بلل کيږي.
د چین هیواد د عامه امنیت وزیر ګیو شینکون د افغانستان د اسلامي جمهوريت له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د هیواد په کچه وروستي ترورستي بریدونه په کلکه وغندل او تروریزم یې د چین او افغانستان ګډ دښمن وباله.
ده زیاته کړه، چي هیواد به یې له افغانستان سره په ګډه کار وکړي، څو تروریزم چي د دواړو هیوادونو مشترک دښمن بلل کيږي له منځه یوسي.
ښاغلي شینکون وړاندي وویل، چي افغانستان ته یې د سفر عمده هدف د هغو تړونونو تعقیب او د پرمختګ څارل دي، چي له چین هیواد سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستي سفر کي لاسلیک شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته