کابلباختردچنګاښ ٢٦ مــــــــــــه
داطلاعا تواو فرهنګ وزارت سرپرست پو هنمل نبي فراهي نن د ګرځندوى د چارو دتنظيم نوى رئيس د دغه رياست چاروا کو او کارکوونکو ته وروپيژاند
دباختر ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : په دغو مراسمو کې په داسي حال کې چې د باختر ا ژانس رئيس خليل مينوي او ددغه وزارت يو شمير رئيسا نو هم پکى ګډ ون درلود ، پو هنمل فرا هي دتوريزم دصنعت په باب د ا طلاعا تو او فرهنګ وزارت دپرو ګرامو نو په اړوند معلو مات ورکړل
او ويې ويل: دګرځندوي دصنعت د پرا ختيا په برخه کې زيات پرو ګرا مو نه په مخکې شته چې پرله پسي هلې ځلې غواړي
داطلاعا تو او فرهنګ وزارت سرپرست دګرځندوي د چارو د تنظيم درئيس په توګه دعبدالخليل اوريا خيل دمعرفي کولو په ترڅ کې وويل چې ده دغه څو کې له ا زادي سيالۍ سره سم چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ، د اداري اصلا حاتو او ملکي خدمتونو دخپلوا ک کميسيون له خوا پيل شوى وه تر لاسه کړي ده
اوريا خيل په خپلو خبرو کې ژمنه و کړه چې اړونده چاري به دګرځندوى د چارو دتنظيم رياست دمنسو بينو په همکاري اود اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقا ما تو په لارښوونې سره په نه ستړى کيدو نکو هڅو او ها ند سره پرمخ بو ځې