نړۍ

په عراق کې دافغانستان دسفارت مستشار وفات شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٣٠ :
دعراق په پايتخت بغداد ښار کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت مستشار ميراقا حقجو دهغې ناروغۍله امله چې ور پيښه شوې وه پرون وفات شو.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
ارواښاد حقجو دهېواد يو سابقه لرونکى  ، ژمن  ، زيارکښ ، متدين  ديپلومات و  .او خپل  هېواد او خلکو ته يې  غوره او صادقانه خدمتونه ترسره کړي دي.
دبهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې چې  دميراقاحقجو مړينه دهېواد ديپلوماسي دستګاه ته يوه ضايعه بولي٫  دخپلې  ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب داروښاد کورنۍ ، دوستانو او همکارانو ته څرګندوي اوالله ج له دربارڅخه ارواښاد ته دمغفرت  هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته