کابل باختر دسلواغې نهمه :
دداعش دډلې ٢٦ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې ديولړ هوايي اوځمکنيو بريدونو په بهير کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت دغني خيلو ، هسکې مينې ، روداتو ، دربابا او دکوټ په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو ځمکنيو او هوايي بريدونو کې دداعش دډلې ٢٦ تنه غړي وژل شوي دي .
ده وويل دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې ديولړچاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دننګرهار ولايت دغني خيلو او اچين په ولسواليو کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل